تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۳ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د کب په ۲۱مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱،۸۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۲۱تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۴۵۴ تنه مړه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تازه پېښې ۴ کابل، ۲ هرات، ۱ بلخ، ۶ ننګرهار، ۳ هلمند، ۱ فاریاب، ۳کنړ، ۱ لغمان، ۱ ارزګان او ۱ هم په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.