تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د وري په ۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو او ۱۰۲ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې د کوویډ۱۹ شپږ تنه ناروغان روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۵ زره او ۱۷۷ ته ورسید چې له ډلې یې ۳ زره او ۹۶۸ یې فعالې دي.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۷ کابل، ۹ ننګرهار، ۱ پکتیا، ۳ نیمروز، ۲ کندز، ۱ لغمان او ۱ ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.