په هند کې د افغانستان سفیر پرون طلوعنیوز ته ویلي، چې له نږدې دوو اونیو راهیسې تراوسه پورې شاوخوا ۳۰ افغانان په هند کې د کرونا ناروغۍ له امله شوي دي.
فرید ماموندزی وایي، د مړه شوېو کسانو له ډلې ۱۵ تنه یې سیک هېوادوال، یو زدهکړیال او نور افغان کډوال دي.
هغه له افغانانو غوښتي، چې هند ته له اړتیا پرته سفر څخه ډډه وکړي.
په هند کې د کرونا له امله راپورته شوي ناورین کې، په دغې وبا د افغان زدهکړیالانو د اخته کېدو ګواښونه هم شته.
په هند کې په یوه ورځ د سلګونه زره کسانو اخته کېدل، د درملنې مرکزونه یې د ځای، اکسیجن او درملو له جدي کمښت سره مخ کړي دي.
ځینې افغان زدهکړیالان وایي، چې د زدهکړې پروسه یې هم درېدلې ده او غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي.
هغوی په هند کې له افغانستان سفارت څخه غواړي، څو خپل هېواد ته د راستنېدو برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د ځینو شمېرو لهمخې، اوس مهال په هند کې شاوخوا ۲۰ زره افغان زدهکړیالان د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زدهکړې بوخت دي.
د وروستیو راپورونو لهمخې، په وروستیو څلروېشت ساعتونو کې څه د پاسه ۳۵۰ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او ۲ زره او ۸۰۶ کسانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډیلی او د هند ځینې نور ښارونه قرنطین شوي.