Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګوزڼ نړیواله ورځ؛ سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د پولیو یا ګوزڼ ټغر په ټولېدو دی، خو لا هم سږ زېږدیز کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، دا مثبتې پېښې په وروستیو کې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې شاوخوا اته کمپاینونه تر سره کړي چې په‌دې کې شپږ ملي کمپاینونه وو او دوه فرعي کمپاینونه او په‌دې کې هغه ولایتونه مشخص شوي وو چې له ډېر خطر سره مخ وو.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، دا وزارت هڅه کوي چې په راتلونکې کې په افغانستان کې د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه ثبت نه‌شي او په وینا یې په یوه کال کې یوازې د دوه مثبتو پېښو ثبت د همدې هڅو پایله ده.

که څه هم په نړۍ کې د پولیو لمن په ټولېدو ده، خو ویل کېږي، افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان وايي، افغانستان له هر بل وخته د ګوزڼ د لمنځه وړلو ته نږدې شوی دی.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیه کې لیکلي: «له پولیو څخه د پاک راتلونکي ډاډمنېدو لپاره باید د معافیت هڅو او څارنې ته دوام ورکړل شي، څو دا ویروس په ګوته او د پېښېدو په صورت کې له منځه لاړ شي.»

له دې سره سم اروپايي کمېسیون د ګوزڼ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې بیانیه کې زیاته کړې چې پولیو لا هم د نړیوالې روغتیا لپاره ګواښ دی، خو د دې ګواښ مخنیوی کېدلای شي او د مخنیوي وسیلې یې شته.

په‌دې بیانیه کې زیاته شوې: «په نړیواله کچه، موږ باید د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکړو او هغه تشې له منځه یوسو چې لا هم د افغانستان او پاکستان په څېر هېوادونو کې د پولیو ناروغۍ شتون لري.»

د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اکټوبر په ۲۴مه د پولیو نړیواله ورځ نمانځي، څو د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه او هر ماشوم له دې وژونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه