د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، ترهګري د افغانستان او پاکستان لپاره یو ګډ ګواښ دی او دغه دواړه هېوادونه باید د یادو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په افغانستان کې له سرپرست حکومته غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له اسلاماباد سره همکاري وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «پاکستان تمه لري چې د افغانستان لنډ مهالی دولت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې صمیمانه همکاري وکړي او همداراز هیله من دی چې کابل پهدې برخه کې له نړۍوالې ټولنې سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»
پاکستانی خبریال شاهد خان وايي: «لازمي دا ده چې پهدې اړه باندې شفاف تحیقات وکړای شي او پاکستان هم پهدې سره قانع کړای شي چې د دې مشران هلته وجود لري او که نه؟ تر څو پورې چې پهدې اړه شفاف تحقیقات و نهکړای شي، تر هغې پورې به پاکستان ته یو قانع کېدونکی ځواب ور نهکړای شي.»
له دې سربېره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره د افغانستان لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې د استازو له لیدنو هم خبر ورکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وايي: «د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د روانې اوونۍ په لړ کې د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار محمد صادق او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اسد مجید خان سره په جلا-جلا توګه د افغانستان په تړاو غونډې درلودې. د دغو غونډو په لړ کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په ګډون د سیمې د وضعیت او له افغان ولس سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي. پاکستاني لوري پر سوله ییزې سیمې ټینګار کړی دی.»
بلخوا اسلامي امارت وايي، کابل هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ پېښ شي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، اسلاماباد باید د دې ستونزې حل لاره په پاکستان خاوره کې ولټوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «موږ هېڅ اجازه نه ورکوو چې څوک د افغانستان له خاورې، په تېره د ګاونډیو او پاکستان پر وړاندې ناوړه ګټه پورته کړي، خو ځینې ستونزې چې په ځینو هېوادونو کې دي، باید د هېواد په دننه کې ورته د حل لاره ولټول شي.»
خو د چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې د ترهګرۍ د جرړو د اېستنې لپاره ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره همغږي شي.
د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: «د ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او سیمهییزې اجماع رامنځته کېدو ته اړتیا لېدل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو تازه څېړنې د دې ښکارندويي کوي چې ښايي په دې برید کې د جماعت الاحرار چې د پاکستان د طالبانو له تحریکه یوه جلا شوې برخه ده، لاس ولري.
د پېښور په یوه جومات کې د دوشنبې په ورځ په شوي برید کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه