Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دولتي روغتونونو کې د ډاکټرانو او روغتیايي امکاناتو له کموالي شکایتونه

د دولتي روغتونونو ځينې مسوولان وايي، د متخصصو ډاکټرانو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي.

د اندراګاندي روغتون مرستیال زیاتوي محمد اقبال صادق، په بېړنیو څانګو کې هم د بسترونو له کمښت سره مخ دي.

ښاغلی صادق وايي: «د ایم‌ار ای په څېر د معاینې لپاره ماشینري ته اړتیا ده چې په روغتون کې دننه نه‌شته، خو دا خدمات زموږ په روغتون کې نه‌شته او بله ستونزه زموږ دا ده چې په روغتون کې د ناروغانو شمېر ډېر دی.»

دغه روغتون ته د ورتلونکو ناروغانو شمېر هم زیات شوی دی. دوه کلنه شګوفه له څه مودې راهیسې پر شري ناروغۍ اخته ده او اوس په بېړنۍ څانګه کې بستر ده.

د شګوفې معالج ډاکټر دولت حسین افضلي وايي: «زموږ د متخصصانو له لوري هلته پنځه ورځې ځانګړې ساتنه کېږي او له پنځه ورځو وروسته یې وضعیت کې فرق کوي، بیا دلته د جدي ساتنې خونې ته لېږدول کېږي.»

د دغه روغتون بېړنۍ څانګه یوازې لس بسترونه لري او د بسترونو کموالی د دې لامل شوی چې ناروغان له بېړنیو خدمتونو بې برخې پاتې شي.

ډاکټر عبدالخالق الیاس وايي: «موږ ته داسې ناروغان راځي چې وضعیت ښه نه‌وي، موږ هره روځ لسو کسانو ته بسترونه لرو، ټول هره ورځ ډک وي، ځکه زموږ د روغتون د هغو ناروغانو شمېر چې وضعیت نازک وي، ډېر دی، اوس هم دې ناروغانو ته رسېدنه نه‌شو کولای.»

ورته مهال، یو شمېر ناروغ لرونکي وایي، په دولتي روغتونونو کې د درملو کموالی هم یوه جدي ستونزه ده.

ناروغ لرونکی  شاه حسین زیاتوي: «لور مې ناروغه وه، ډاکټر ته مې یوړه، نسخه یې راکړه، درمل یې راته لیکلي چې د هغې نانروغۍ درمل هېڅ نه‌شته.»

د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې د انساني او تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره د هڅو خبره ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: «د عامې روغتیا وزارت له لوري، په تېر یوه کال کې د تشخیصه او معالجوي څانګو په څېر ټولو برخو کې کار شوی دی، دې برخو ته د تشخیص داسې ماشینونه راوړل شوي چې مخکې نه و.»

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان د روغتیا په برخه کې څه باندې سل زره ډاکټران پر کار بوخت دي، چې دېرش سلنه یې ښځې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه