Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمې مثبتې پېښې ثبتېدل

عامې روغتیا وزارت وايي، په ننګرهار کې د ګوزڼ یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده او له دې سره په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له ډېرو کمپاینونونو سره-سره په دغه ولایت کې یو ۴۸ میاشتنی ماشوم پر دغې ناروغۍ اخته شوی دی.

د دې وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «د ماشومانو د ګوزڼ دا نوې پېښه د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده او پر دې ناروغۍ اخته ماشوم ۴۸ میاشتې عمر لري. ننګرهار او ټول ختیځ زون د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دی، ځکه تر دې وړاندې هلته د ماشومانو د ګوزڼ د محیطي ویروس پېښې وې او په ناپاکو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو وېروس پېښې تثبیت شوې وې.»

د ننګرهار اوسېدونکی شفاعت خان وايي: «له روغتیايي ډلو نه مو دا هیله ده چې د ننګرهار ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.»

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ په صندوق کې د پولیو د پروګرام د اړیکو مسوول وایي، پر ګوزڼ ناروغۍ د هغو ماشومانو د اخته کېدو احتمال شته، چې له واکسینه پاتې دي.

په یونیسف کې د پولیسو د پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي: «که څه هم په افغانستان کې د پولیو ډېر کمپاینونه تر سره شوي دي، خو بیا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې کېږي او لامل یې دا دی چې د پولیو واکسین له کمپاینونونو پاتې ماشومان یې تر اغېز لاندې راځي.»

بل‌خوا د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر کمپاینونه تر سره کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی محب‌الله وايي: «باید دلته روغتيايي ډلې ډېرې شي، باید دې ته د عامو خلکو ذهن جوړ شي، باید پر دې باندې کار وشي.»

د ننګرهار اوسېدونکی تورخان زیاتوي: «موږ دا هیله لرو چې موږ ته واکسیناتوران ډېر کړي او د ننګرهار تر څنګ دې په نورو ۳۴ ولایتونو کې هم د پولیسو واکسین وکړي.»

تر دې وړاندې هم د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ او نازیان ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوي او پر دې ناروغۍ اخته یوه ماشوم مړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه