Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حماد: پر رسنیو بندیزونه د ارزښتونو او اصولو د ساتلو په پار لګول شوي

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت مراسمو کې هېواد کې پر رسنیو د ځينو محدودیتونو لګېدل مني.

تېره ورځ (یکشنبې) په کابل کې د خپلواکۍ ۱۰۴مه کلیزه «د زمري له ۲۴مې او ۲۸مې د درس او عبرت» په نامه ولمانځل شوه.
     
ښاغلی حماد ټینګار کوي چې دغه محددیتونه د هېواد د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په موخه لګول شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس وویل:«په ملګرو ملتونو کې څه ډول چې د دوی قانون دی، منشور یې دا وايي چې هر هېواد د خپلو ګټو د خوندیتوب په پار پر رسنیو قانون وضع کړي، اسلامي امارت دغه قوانین وضع کړي، بلخوا رسنیو ته ازادي ورکړل شوي د دې لپاره چې د رسنیو ګټې مو بیان کړې محقق شي.»

بل خوا، په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ رییس په هېواد کې د کلتوري یرغل خبره کوي.

د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب څرګندوي:«هر قوم خپل دود لري خپله یوه عنعنه لري، خپل یوه عادت لري، خپله جامه لري موږ څوک یوو، د یوه مسلمان په توګه موږ باید له ځانه یو کلتور ولرو یا نه؟»

اخوا، په دې غونډه کې یو شمېر ویناوال له سرپرست حکومه غواړي چې د پوهنې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د یوه خصوصي پوهنتون د څېړنیز مرکز آمر نصیر احمد نویدي وايي:«د اسلامي امارت په اصلاحاتو کې خلک ډېر د خپلو بچیانو د زده‌کړو او خپلو بچیانو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ اصولو په هکله اندېښمن دي چې له بده مرغه دغه دوه ستونزې شتون لري او د تعلیم په برخه کې په ځانګړې توګه نجونې له ستونزو سره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروسیو دوو کلونو کې خبریالانو په ځلونو د سرپرست حکومت د مسوولانو له لوري پر وخت د معلوماتو پر نه ورکولو او د ځينو محدودیتونو پر لګولو اندېښنه ښودلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه