Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ټپيانو د درملنې بهیر دوام

د هرات د زلزلې د ټپيانو د درملنې بهیر په دغه ولایت کې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې دوام لري.

د دفاع وزارت ځينې متخصصان د ټپيانو د درملنې لپاره هرات ولایت ته تللي دي.

ډاکټر اسماعیل وردګ د ډاکټرانو د یوه ۱۲ کسیزې ډلې مشري په غاړه لري چې له کابله د هرات د زلزلې د ټپيانو درملنې په موخه هرات ته راغلي دي. دغې ډلې تېره ورځ (یکشنبې) د زلزلې د زیانمنو  ۸ لوی عملیات ترسره کړي او نن (دوشنبې) هم د ۷ عملیاتو د ترسره کولو هوډ لري.

اسماعیل وردګ د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«تېره ورځ مو د عامې روغتیا له ډاکټر صاحبانو سره ټوله ورځ د اورتوپیدي عملیات ترسره کړل، او نن هم ناروغان اضافه شوي. دلته یو روغتون و چې د درملنې لپاره راغلي یوو چې له زلزلې ټپيانو سره ځانګړې مرسته وکړو.»

ورته مهال، یو شمېر ټپيان او زیانمن چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، د زلزلې د پېښېدو حال داسې بیانوي.

ټپي شوې فاطمه طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ کورنۍ ۲۷ غړي لرل. خاورې مو په سر شوې، یو هم زموږ مرستې ته را نه‌غلل.»

ناروغ لرونکی سید احمد هم څرګندوي:«دوه تنکي ځوانان مې لرل، زموږ د کورنۍ اته تنه نور شهیدان شوي دي.»

د یادونې ده چې د هرات زنده جان کې د شنبې ورځې زلزلې د ټپیانو شمېر څه باندې دوه زره تنو ته رسېدلی دی.
 

هرات کې د ټپيانو د درملنې بهیر دوام

ډاکټر اسماعیل وردګ د ډاکټرانو د یوه ۱۲ کسیزې ډلې مشري په غاړه لري چې له کابله د هرات د زلزلې د ټپيانو درملنې په موخه هرات ته راغلي دي.

تصویر بندانگشتی

د هرات د زلزلې د ټپيانو د درملنې بهیر په دغه ولایت کې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې دوام لري.

د دفاع وزارت ځينې متخصصان د ټپيانو د درملنې لپاره هرات ولایت ته تللي دي.

ډاکټر اسماعیل وردګ د ډاکټرانو د یوه ۱۲ کسیزې ډلې مشري په غاړه لري چې له کابله د هرات د زلزلې د ټپيانو درملنې په موخه هرات ته راغلي دي. دغې ډلې تېره ورځ (یکشنبې) د زلزلې د زیانمنو  ۸ لوی عملیات ترسره کړي او نن (دوشنبې) هم د ۷ عملیاتو د ترسره کولو هوډ لري.

اسماعیل وردګ د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«تېره ورځ مو د عامې روغتیا له ډاکټر صاحبانو سره ټوله ورځ د اورتوپیدي عملیات ترسره کړل، او نن هم ناروغان اضافه شوي. دلته یو روغتون و چې د درملنې لپاره راغلي یوو چې له زلزلې ټپيانو سره ځانګړې مرسته وکړو.»

ورته مهال، یو شمېر ټپيان او زیانمن چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، د زلزلې د پېښېدو حال داسې بیانوي.

ټپي شوې فاطمه طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ کورنۍ ۲۷ غړي لرل. خاورې مو په سر شوې، یو هم زموږ مرستې ته را نه‌غلل.»

ناروغ لرونکی سید احمد هم څرګندوي:«دوه تنکي ځوانان مې لرل، زموږ د کورنۍ اته تنه نور شهیدان شوي دي.»

د یادونې ده چې د هرات زنده جان کې د شنبې ورځې زلزلې د ټپیانو شمېر څه باندې دوه زره تنو ته رسېدلی دی.
 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه