Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او رواني ستونزې؛ شمېرې ټکان ورکوونکې دي

هر کال د اکټوبر پر لسمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د رواني روغتیا نړۍواله ورځ لمانځل کېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان استازي چې په کابل کې د دغې ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی، وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې اتیا سلنه افغانان له رواني ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي و ویل:«ښځې او ماشومان هم له بد رواني وضعیت سره مخ دي. ۳۹ سلنه ماشومان له عاطفي ستونزو سره مخ دي، ۵۲ سلنه یې له خپلو همزولو سره ستونزه لري او ۱۱ اعشاريه ۵ سلنه یې د رواني ستونزو له امله په ورځنیو چارو کې له اختلال سره مخ کیږي.»

د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا د څانګې آمر په هېواد کې دوامداره جګړه په ځوانانو او ماشومانو کې د رواني ستونزو لامل بولي او زیاتوي چې روان زیږیز کال یې په ټول هېواد کې څه باندې ۱ میلیون وګړو ته د رواني روغتیا په برخه کې د درملنې اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا آمر وحیدالله افغان، و ویلی: «څه باندې یو میلیون تنو ته په رواني برخو کې خدمتونه وړاندې شوي، او په ټولنه کې د رواني ناروغیو لا غوره پېژندنې او درملنې ته اړتیا ده.»

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال بیا، د رواني روغتیا په برخه کې خدمتونه د ټولنې د ټولو غړو حق بولي او زیاتوي چې هغه هېوادونه چې کمزوری اقتصاد لري، ۵۸ سلنه یې دغو خدمتونو ته لاسرسې نه لري.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال حبیب الله آخندزاد وویلې: «تر اوسه په دغه برخه کې نابراري شته ده، او ۵۷ نه تر ۵۹ سلنه هغه هېوادونه چې عواید یې کم دي دغو خدمتونو ته لاس رسې نه لري.» 

له دې سره سم، د روغتیا نړۍوال سازمان استازی زیاتوي چې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ سلنه افغانانو رواني زیانونه تجربه کړي دي.

اخوا بیا، د رواني ناروغیو ډاکټران په روغتیايي مرکزونو کې د رواني درملنې د خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي او زیاتوي چې دغه خدمتونه باید په ښوونځيو کې هم وي.

ډاکټر، زلمي شینواري و ویل: «د ښوونځیو په کچه تر اوسه په دغه برخه کې هېڅ خدمتونه نشته، خو تاسو په خبرو کې و ویل چې شمېرې پورته تللي دي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د نړۍ په کچه په هرو اتوو کسانو کې یو یې په رواني ناروغۍ اخته دی او ډېری داسې کسان شته چې په نړۍواله کچه کیفیت لرونکي روغتيايي خدمتونوته لاسرسی نه لري.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د روان زیږدیز کال له پېله یې په ټول هېواد کې څه باندې ۱ میلیون وګړو ته د رواني روغتیا په برخه کې د درملنې اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه