Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پېل

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین نن (دوشبنې، د لړم په لومړنۍ نېټه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پېل شو.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په دغه څلور ورځني کمپین به شپږ مېلیونه ماشومان واکسین کړای شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر خېل وايي:«په عموم کې دغه کمپاین په ۱۴ ولایتونو کې تطبیق کېږي چې درې نورو ولایتونو کې د اکټوبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پېل شوی، زموږ موخه په دغه کمپاین کې د ۶٫۳۵ مېلیونو ماشومانو ته د واکسین تطبیق کول دي.» 

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي د دغه کمپاین پر پېلېدو خوښ دي او له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د دې ناروغۍ له‌منځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی خالد خیال وايي:«له اړوندو ادارو هیله کوو چې په ننګرهار کې ټیمونه زیات کړي او د دغې ناروغۍ د پېښو لپاره حل لار پیدا کړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی سمیع الله صمیم هم وویل:«زموږ هیله دا ده هغه لېرې پرې سیمې چې زموږ زیات افغانان په کې دي، ټيمونه واستول شي.»

له دې سره هم‌مهاله یو شمېر واکسیناتوران له هېوادوالو غواړي چې د دغه واکسین د تطبیق په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

واکسیناتور محمد نقیب ساحل وویل:«محترمې کورنۍ دې مهرباني وکړي اجازه ورکړي، کله چې موږ او زموږ همکاران د دوی د دروازې تر شا ورځي، باید له موږ سره همکاري وکړي، خپل کم عمره ماشومان چې لري موږ ته یې راولي چې واکسین یې کړو.»

واکسیناتوره فریده حسیني هم وايي:«په دغې موده کې چې موږ کمپاینونه ترسره کړي، د ردولو ډېر ځوابونه مو لرلي دي چې موږ واکسین وکړ همدا د دې لامل شوی چې موږ د کابل په کچه د محیطي سمپل (بېلګه) ولرو چې دا زموږ د ماشومانو لپاره ډېر جدي ګواښ دی.»

یو شمېر ډاکټران وایي، چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د کمپاینونو تر څنګ هېوادوالو په تېره بیا د لېريو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د واکسین د ګټو په تړاو هم د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې شي.

ډاکټر فواد ابراهیمي څرګندوي:«زموږ تر ټولو لویه ستونزه چې اوس هم د پولیو پېښې زیاتې شوي دي، په سرحدي ولایتونو کې د مثبتې پېښې دي چې د واکسین په هکله یو خراب نظر لري. تر هغې چې دغه خراب لیدلوری له منځه ولاړ نه‌شي، نه‌شو کولای چې د پولیو مخه نیسو.»

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه نه‌ده تللې، د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د روان زیږدیز کال له پېل راهیسې په هېواد کې د دې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمپاین په بغلان، غزني، کابل، کاپیسا، خوست، کندوز، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پروان او تخار ولایتونو کې پېل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه