Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباد: ۱۵۰ زره ښځې روغتیایي سکټور کې په دندو بوختې دي

 د عامې روغتیا سرپرست ویلي، چې اسلامي امارت د ښځو د حقونو خلاف نه دی او هڅې روانې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو لپاره امن چاپیریال رامنځته شي.

قلندر عباد چې مالیزیا کې د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره خبرې کولې ویلي، اوس مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۵۰ زره ښځې په روغتیايي برخو کې کار کوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد و ویل: «۱۵۰زره ښځې په روغتیايي برخو کې کار کوي چې دا ډير زیات شمېر دی. په تېر حکومت کې دومره ښځو کار نه کاوه. موږ هغه ښځې استخداموو چې د روغتیا په سکټور کې په بیلابیلو برخو کې تجربه لري. موږ د نرسنګ، قابله ګۍ او همدا راز بیلابیل ښوونیز پروګرامونه لرو. موږ د ښځو د حقونو مخالف نه یو. چیرته چې ښځو ته اړتیا وي، موږ د دوی لپاره دروازې پرانیستې ساتلې دي ځکه چې ښځې زموږ د ټولنې مهمه برخه ده. له ښځو پرته د ټولنې اداره کول سخت دي.»

ښاغلي عباد د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي، اسلامي امارت د افغانانو له ملاتړه برخمن دی او اوس یې وخت دی چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژندل شي.

قلندر عباد زیاته کړه: «په تېرو دوو کلونو کې موږ د رسمیت پیژندنې ټول شرایط پوره کړي دي. ملګري ملتونه د هیوادونو د رسمیت پیژندنې لپاره خپل اصول او مقررات لري. په افغانستان کې تر ټولو مهم لومړیتوب امنیت دی. په تېرو شلو کلونو کې امنیت نه وو. هره ورځ جګړه او وژنې روانې وې او سلګونه کسان پکې وژل کېدل. په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې امنیت تامین شوی. دویم دا چې، افغانان د حکومت ملاتړ ته چمتو دي. زه فکر نه کوم چې یو حکومت د خلکو له ملاتړ پرته یوه ورځ یا یوه میاشت دوام وکړي.»

د ښځو د حقونو چارو فعالې، ثریا پیکان طلوع نیوز ته و ویل: «دا چې د روغتیا وزارت سرپرست ویلي چې د زده کړو لیواله دي د هغه له صلاحیته پورته ده، ځکه صادر شوي حکمونه د یو بل حکم په مرسته تجدید کېدلی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، له تېرو څه باندې ۸۲۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه