Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۲۰۲۳ کال؛ د روغتیا برخې لپاره له ننګونو ډک کال

دوه زره درویشتم کال هم د نورو کلونو په څير په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې له ننګونو ډک یو کال وو.

د طبي شورا یا اګزیټ اګزام او تخصصي ازموينې ممنوعيت، د ښځينه ډاکټرانو کمښت، د ځينو غير دولتي موسسو د روغتيايي مرستو ځنډول، د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالى د روان کال له مهمو موضوعاتو څخه وو.

سره له دې چې، هېواد د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی؛ خو سږ کال د یوه فرمان پر بنسټ د افغانستان په طبي شورا یا اېګزیټ ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.  

د کابل پوهنتون د معالجوي طب څخه فارغه، نوریه په دې اړه وایي:«اووه کاله طب مو چې ووایه، داسې عادي کلونه نه وه، ډېرې سختې ازموینې مو ورکړې او د دغه خبر اورېدل ډېر اغیزمنوونکی وه.»

په یاد فرمان کې د طبي شورا په ازموینه کې د نجونو د ګډون په موخه د یوې کړنلارې د جوړولو یادونه شوې وه؛ خو لا تر اوسه د دغې کړنلارې څه څرک نه لیدل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نومبر پر ۲۵مه ارزګان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ښځینه ډاکټرانو پر کمښت اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، دغه وزارت په پام کې لري چې، دغې ننګونې ته رسېدنه وکړي او د همدې موخې لپاره یې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکې د تخصص د اکمال پروګرامونو ته معرفي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد وویل: « زموږ د ښځینه پرسونل په برخه کې مو ۲۰۰ تنه ښځینه مو د تخصص ازموینې ته معرفي کړي دي.»

په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ مساله د هېواد د روغتیا سکټور په برخه یوه بله مهمه مسله وه.

په دې کال کې د ګوزڼ د واکسیناسیون ۹ کمپاینه ترسره شول؛ خو بیا هم د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، شرافت زمان امرخیل په دې اړه وویل: « دغه کمپاین د ډیسمبر په ۲۳ مه پیل شوی دی او تر ۲۹ د ډسمبر به د هېواد د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې دوام وکړي. موخه مو دا ده چې په ختیځ او د هېواد په نورو ولایتونو کې د دغې ناروغۍ مخنیوی وکړو. د احتیاطي چمتوالي په توګه، موږ هلته د شپږو ورځنې واکسین وکړ او تر لسو کلونو څخه کم عمره ماشومان هم واکسین کوو.»

په دغه کال کې د درملنې مرکزونو ته پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د لېږد بهیر هم دوام درلود.
 
سره له دې چې دوی له درملنې خوښ وه خو د ډوډۍ له کمښت او ځینو نورو مواردو یې شکایت لره.
 
پر نشه یې توکو روږدي، نجیب وویل: « له نیکه مرغه سرنوشت ورته وایو که څه ورته ووایو! دلته رالېږدول شویو یو او اوس یو څه روغ شوي یو.»

تر درملنې لاندې روږدي، عنایت هم وویل: « زموږ لپاره دې بوټونه، کالي، توشکې، کمپلې او دوا راوړي. نړۍواله ټولنه دې پر وخت زموږ سره یا عامې روغتیا وزارت سره او یا هم اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې مو ته هر څه راورسیږي.»

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مالوماتو لمخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۹۵ زره روږدي کسان تر راټولولو وروسته د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس، حسیب الله احمدي وویل: « د روان کال په لړ کې د  کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هڅو په پایله کې ۹۵ زره روږدي کسان تر راټولولو وروسته روغتیايي او د ملاتړ مرکزونو ته ولېږدول شول.»

په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو او د دغې ناروغۍ د خپرېدو له امله په ۲۰۲۳ کال کې ملګرو ملتونه په ۱۵ هېوادونو کې لاس پکار شول.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د تغذیې او روغتیا برخې مدیر فرانسېسکو برانکا وویل: «د خوارځواکۍ بحران ته د رسېدنې په موخه د پانګونې لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د اقدام غوښتنه خپره شوې او موږ دغه بحران چې، د اقلیم د بدلون، جګړو، اقتصادي رکود او د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله رامنځته شوې او په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ګورو.»

خو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو اونیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وویل چې، په هېواد کې شاوخوا یو میلیون ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي او دغه سازمان د یادو ماشومانو د درملنې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس، تدروس ادهانوم ګبرسیوس ویلي: « نږدې ۱ میلیون ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي او ۲ اعشاریه ۳ میلیونه نور ماشومان بیا د منځنۍ کچې خوارځواکۍ له امله رنځېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان د خوارځواکۍ له امله د ډېرو ماشومانو او مېندو د مړینې د مخنیوي لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.»

د سره صلیب نړۍواله کمېټه چې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان د روغتیايي سکټور یو له لویو ملاتړو وه د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۹مه یې اعلان وکړ چې، د بودیجې د کمښت له امله له روغتیايي سکټوره خپل ملاتړ په دوو پړاونو کې لغوه کوي، او بلاخره د اګسټ په ۳۰ مه یې د ۱۵ روغتونونو مالي مسوولیت عامې روغتیا وزارت ته وسپاره. 

په افغانستان کې د سره صلیب نړۍواله کمېټې ویاند پرویز احمد فیضي څرګنده کړه: « دغه پروګرام د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړه شوې وه او د سره صلیب کمېټې اصلي دنده دا وه چې چارواکي د مسوولیت د منلو لپاره جوړ کړي تر څو خپل مسوولیت په خپله غاړه واخلي.» 

په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد د ځینو روغتونونو د رغونې او بیا رغونې پروژې او په ځانګړې توګه د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې د څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد په دې اړه وویل: « دغې پروژې ته ۴ میلیارده ډالر ځانګړي شوي چې ۳۱۷ میلیونه یې په ساختماني برخه او شاوخوا دوه میلیارده او شپږ سوه او اویا میلیونه باندې دغه روغتون ته طبي وسایل پېرو.»

د دغه کال په لړ کې د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایران، قطر او مالیزیا په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه هم وکړل.

په دغه کال کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وروستی سفر مالیزیا ته وه او هلته یې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې په هېواد کې د ښځو پر رول له ټينګار سربېره وویل، اسلامي امارت د ښځو د حقونو مخالف نه دی او په وینا یې دمګړۍ د افغانستان په روغتیايي سکټور کې څه باندې ۱۵۰ زره ښځې کار کوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد و ویل: «۱۵۰زره ښځې په روغتیايي برخو کې کار کوي چې دا ډير زیات شمېر دی. په تېر حکومت کې دومره ښځو کار نه کاوه. موږ هغه ښځې استخداموو چې د روغتیا په سکټور کې په بیلابیلو برخو کې تجربه لري. موږ د نرسنګ، قابله ګۍ او همدا راز بیلابیل ښوونیز پروګرامونه لرو. موږ د ښځو د حقونو مخالف نه یو. چیرته چې ښځو ته اړتیا وي، موږ د دوی لپاره دروازې پرانیستې ساتلې دي ځکه چې ښځې زموږ د ټولنې مهمه برخه ده. له ښځو پرته د ټولنې اداره کول سخت دي.»

په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د درملو د موندنې او کیفیت بهیر هم له ننګونو سره مخ وو.

د درملو قاچاق، د بیو لوړېدل او ټيټ کیفیت هغه ننګونې وې چې، هېوادوالو او سوداګرو یې په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د کابل اوسېدونکي، جلندر وویل: « که چېری زموږ درمل کیفیت ولري نو موږ ولی پاکستان ته لاړ شو او د نورو په خاورو کې خپله درملنه وکړو.»

د درملو د یوې تولیدي کارخونې رییس، نثار احمد تره کي وویل: « افغانستان کې درملو د تولید د پرمختګ د مخنیوي یواځنې لامل چې ټولې کارخونې له دغې ستونزې سره مخ دي، د درملو د قاچاق مسله ده.»

د خوړ او درملو ملي اداره وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د درملو او نورو روغتیايي محصولاتو د تولید لپاره لسو کارخونو ته د فعالیت اجازه ورکړ شوه او په وینا یې تر ۸۰ سلنې هېواد ته د درملو له قاچاقه مخنیوی شوی دی.

جاوید هژیر زیاته کړه: « اوس مهال شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ سلنه درمل په قاچاقي ډول رالېږدول کیږي او د دې لپاره چې دغه سلنه صفر شي، د خوړو او درملو ملي اداره اوس مهال د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د تګلارې په عملي کولو بوخته ده.»

د درملو او خوړو د ملي ادارې سرپرست په ۲۰۲۳ کال کې ایران، ترکیې او هالنډ ته څلور سفرونه درلودل.
 
هغه ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د هېواد د درملو د سکټور د ودې په موخه له ایراني لوري سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړه.

نوموړی هالنډ ته د خپل سفر په ترڅ کې جرمني ته هم واوښت او هلته یې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره لیده کاته وکړل؛ خو دغه سفر یې بیا غبرګونونه راوپارول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي:«موږ په کولن ښار کې د طالبانو د استازي عبدالباري عمر حضور په کلکه غندو. زموږ د وېزې د هېڅ کوم دفتر له خوا زموږ د شخصي معلوماتو لپاره کومه وېزه نه‌ده صادره شوې. موږ د خپلو سیمه‌ییزو چارواکو او شریکانو په نږدې همکارۍ د نورو اقداماتو د څېړلو په حال کې یوو. سفر موږ ته اعلان شوی نه‌و.»
 
د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ میاشت کې جاپان په هېواد کې د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په موخه د روغتیا نړۍوال سازمان ته د نږدې ۷ میلیونه ډالري مرستو خبر ورکړ.

په کابل کې د جاپان سفیر په همدې تړاو جوړه شوې غونده کې وویل، دغه پیسې به په کابل کې د افغان- جاپان او انتاني په روغتونونو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا په دې هکله وايي:«د دغې هوکړې له مخې. د جاپان حکومت د روغتیا له نړۍوال سازمان سره ۷ مېلیون ډالره مرسته کوي څو د انتاني او ساري ناروغیو له امله د مړینې د کچې راکمولو په برخو کې یې ولګوي او د کابل په ملي انتاني روغتون او په افغان جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو له درملنې ډاډ ترلاسه کړي.»

په ۲۰۲۳ کال کې خو د افغانستان د طبي شورا له لوري له ښځینه و ازموینه وانه خیستل شوه او له دې سربېره د هېواد روغتونونه د ښځینه ډاکټرانو او طبي وسایلو له کمښته سره مخ دي؛ نو ولیدل شي چې، په ۲۰۲۴ کال کې دغو ننګونو ته به تر کومې کچې رسېدنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه