Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عباد د «روغتیا خوندیتوب نړۍواله غونډه» کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د خوندیتوب په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه سفر کې به د دغه وزارت سرپرست له پاکستاني چارواکو او بیلابیلو بنسټونو سره د روغتیايي مسایلو او ستونزو په تړاو خبرې وکړي.

ډاکټر، احمد شکیب ظهیر طلوع نیوز ته و ویل: « د دغه سفر په لړ کې باید له افغانستان سره د روغتیایي او ښوونیز بنسټونو مرستې راجلب شي، ترڅو په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه پیاوړي شي، ظرفیتونه لوړ شي.»

پاکستان د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو له ډلې دی چې ناروغان یې د ګڼو ناروغیو له امله دغه هېواد ته سفر کوي.

له همدې امله د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې پاکستان ته د ناروغانو د لېږد په برخه کې د اسانتیاو برابرولو ته هم پام وکړي.

د کابل اوسېدونکي محمد منصور و ویل: «تورخم له لارې هم چې ځي هلته د ناروغان ډېر ځورول کیږي، کله وایي پاسپورټ دې سم نه دی او کله وایي د ناروغتیا اسناد دې سم نه دي او ناروغان ډېر ځوریږي.»

د کابل اوسېدونکي جاوید څرګنده کړه: «هرڅوک چې خپل ناروغ پاکستان ته وړي باید و نه ځورول شي او په اسانه توګه خپل ناروغ تر پاکستانه ورسولی شي او درملنه یې وشي.»

د نړۍوال روغتیايي امنیت غونډه چې د بیلابیلو هېوادونو او روغتیايي بنسټونو استازي پکې ګډون کوي او د معیاري سلامتۍ په اړه خبرې کوي، د روانې جنورۍ میاشتې په لسمه او یوولسمه نېټه جوړیږي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې پاکستان ته د ناروغانو د لېږد په برخه کې د اسانتیاو برابرولو ته هم پام وکړي.

Thumbnail

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د خوندیتوب په نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه سفر کې به د دغه وزارت سرپرست له پاکستاني چارواکو او بیلابیلو بنسټونو سره د روغتیايي مسایلو او ستونزو په تړاو خبرې وکړي.

ډاکټر، احمد شکیب ظهیر طلوع نیوز ته و ویل: « د دغه سفر په لړ کې باید له افغانستان سره د روغتیایي او ښوونیز بنسټونو مرستې راجلب شي، ترڅو په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه پیاوړي شي، ظرفیتونه لوړ شي.»

پاکستان د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو له ډلې دی چې ناروغان یې د ګڼو ناروغیو له امله دغه هېواد ته سفر کوي.

له همدې امله د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې پاکستان ته د ناروغانو د لېږد په برخه کې د اسانتیاو برابرولو ته هم پام وکړي.

د کابل اوسېدونکي محمد منصور و ویل: «تورخم له لارې هم چې ځي هلته د ناروغان ډېر ځورول کیږي، کله وایي پاسپورټ دې سم نه دی او کله وایي د ناروغتیا اسناد دې سم نه دي او ناروغان ډېر ځوریږي.»

د کابل اوسېدونکي جاوید څرګنده کړه: «هرڅوک چې خپل ناروغ پاکستان ته وړي باید و نه ځورول شي او په اسانه توګه خپل ناروغ تر پاکستانه ورسولی شي او درملنه یې وشي.»

د نړۍوال روغتیايي امنیت غونډه چې د بیلابیلو هېوادونو او روغتیايي بنسټونو استازي پکې ګډون کوي او د معیاري سلامتۍ په اړه خبرې کوي، د روانې جنورۍ میاشتې په لسمه او یوولسمه نېټه جوړیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه