Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسوولین: په ۲۰۲۳ کې د نري رنځ پېښې ۵،۵ سلنې راټېټې شوې دي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د تېرو کلونو پرتله کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ مثبتې پېښې راټيټې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: د نورو کلونو پرتله دغه پېښې راکمې شوې دي. د ۲۰۱۹ کال پرتله په افغانستان کې ۶ سلنې د توبرکلوز مثبتې پېښې راکمې شوي او که له سږ کال سره د ۲۰۲۲ کال شمېر پرتله کړو نو دواړو ته په کتو، ۵ اعشاریه ۵ سلنې مثبتې پېښې راکمې شوې دي.

ښاغلی شرافت زمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ زیږیز کال په لړ کې په افغانستان کې د توبرکلوز یا نري رنځ نږدې ۵۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې ښځینه او ماشومان هم پکې شامل دي.

شرافت زمان امرخیل په دې تړاو و ویل: په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې په ټول هېواد کې د نري رنځ ناروغۍ څه باندې ۴۹ زره او ۵۳۳ پېښې ثبت شوي چې د جنسیت او عمر په تناسب سره ۴۴ سلنې توبرکلوز ناروغي په هغو ښځو کې ده، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ دي. ۳۴ سلنه یې نارینه ناروغان دي چې د هغوی عمرونه هم له ۱۵ کلونو لوړ دي او ۲۲ سلنې ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو ټیټ دي پر دغه ناروغۍ اخته دي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لمخې، د داسې ناروغانو درملنه هم دوام لري چې مقاوم توبرکلوز لري چې د دغې ناروغۍ د درملو پر وړاندې مقاومت لري او شمېر یې شاوخوا ۶۵۸ تنه دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، زیاتوي: د نري رنځ ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هېواد په کچه ۸۷۳ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي. په لویو ښارونو کې په ۶۸ خصوصي روغتونونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري په همغږۍ سره، د نري رنځ د درملنې څانګې فعالې شوي او په څه باندې ۹۰ مرکزونو کې تشخیصیه ماشینونه هم فعال دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د نري رنځ یا توبرکلوز د مخنیوي په موخه یې د رسنیو له لارې په مرکز او ولایتونو کې عامه پوهاوی ترسره کړی او ناروغانو ته د ښې رسېدنې په موخه یې نوي سایټونه یا مرکزونه هم جوړ  کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه