Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین د ووهان ډاکټران خپلې تجربې له کندهاري ډاکټرانو سره شریکوي

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د چین په وهان ښار کې د روغتیا پالانو له تجربو کار اخلي.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، کندهار کې د کوویډ نوولس ناروغۍ روغتون کې ډاکټران او روغتیا پالان د ویډیو کنفرانس له لارې د وهان ښار د یوه روغتون د داکترانو سره په اړیکه کې دي او هغوی ورسره کاري تجربې شریکوي.

د کندهار د عامي روغتیا رییس، محمد اشرف نادري وايي:«موږ هڅه وکړه، هغه ډاکټرانو چې چین کې زده کړې کړې دي، د دوی په مرسته مو، د چین زر بستریز روغتون نه ډاکټران پیدا کړل، او دوی موږ ته دا چې ویروس یې څه ډول مهار کړ، خپل تجارب شریکوي.»

 کندهار کې د  انتاني روغتون متخصص، سلیمان امیرزی زیاتوي:«د دوی طبابت ډېر تخصیصی دی، او مختلفو پروفیسوران وو چې خپلې تجربې یې شریکې کړې.»

بل خوا د کندهار د عامي روغتیا رییس، محمد اشرف نادري د هغو روغتیا پالانو په اړه چې پر کوویډ نوولس ناروغۍ اخته دي، اندېښنه څرګندوي:«لسګونه ډاکتران چې وظیفه لري، موږ یې په تړاو اندېښنه لرو، خو ډېره ستونزه شخصي معاینه خانو کې دي، چې دوی کړنلارو ته پام نه کوي.»

هغه روغتیا پالان چې په روغتونو کې د نورو ناروغیو د ناروغانو درملنه کوي، وايي چې یو شمېر روغتیا پالان د ویروس پر وړاندې د احتیاط  نه کوي او یاهم د روغتونو له لورې دوی ته د ویرس څخه د ځان ژغورلو آسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

کندهار کې د  انتاني روغتون ډاکتر، محمد سرور فیروز په دې اړه داسې وايي:«زموږ اندېښنه دا ده چې یو داکټر چې اخته شي، نو هغه له ډېرو ناروغانو سره اړیکه لري، او د دې چانس ډېر دی چې ډېر کسان اخته کړي.»

همداراز کرونا ویروس د درملنې د ځانګړي روغتون رییس، عبدالرشید الکوزی زیاتوي:«د مریض لپاره ځانګړې تابیاوې لرو، مریضانو ته هم، د عینو مینو ډاکترانو قرنطین مراعات کړی، او موږ تدابیر عملي کوو.»

د کندهار د عامي روغتیا چارواکي وايي اوس په کندهار کې د کرونا ویروس په ښار په حرکت راغلی دی او که خلک د قرنطین اصول مراعت نکړي، نو پدغه ولایت کې به کرونا ویروس مهاریدل ورته ستونزمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار کې د ۱۹ ډاکترانو او روغتیا پالانو له ډلې چې بېلګې یې اخیستل شوې وې، د ۱۳ یې مثبتې وې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه