Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ۲۷۸مثبتې ښې؛ ټولیز شمېر ۳۰زره او ۴۵۱ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت نن جمعه (د چنګاښ په ۶مه) په ټول هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۲۷۸ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت همدارنګه زیاتوي چې په دغې موده کې په کووېډ نولس ناروغۍ ۱۳۲ اخته کسان روغ شوي دی.

له دغه شمېر سره، په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۰ زره او ۴۵۱ تنو ته رسېږي او د دغې ویروس له امله ۶۸۳ تنه مړه شوي دي.

بلخوا د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر هم ۱۰زره او ۳۰۶ تنو ته رسېدلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۷۱ مثبتې پېښې په کابل، ۲۷ په هرات، ۲۷ په پکتیا، ۲۵ په تخار، ۲۳ په بامیان،و ۲۰ په کندوز، بلخ ۱۷، کندهار ۱۲، ننګرهار ۱۰، لغمان ۸، نیمروز ۷، بدخشان ۷، جوزجان ۷، ارزګان ۶، کونړ ۳، لوګر ۲، وردک ۲ او پنجشېر کې هم دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د مړینې پېښې ۴ په هرات، ۲ په پکتیا، یو یو په ننګرهار او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په تېرې یوه شپه او ورځ کې ۵۲ تنه په کندهار، ۲۱ تنه په سرپل، ۱۰ تنه په زابل او ۶ تنه په ازرګان، ۵ تنه په نیمروز او ۳ تنه هم په کندوز کې ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیی چې تراوسه ۶۹ زره او ۵۵۸ بېلګې معاینه شوي او په هېواد کې د کورونا ویروس فعالې پېښې ۱۹ زره او ۴۶۲ ته رسېږي.
 
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په کووېډ نولس ناروغۍ ۱۳۲ اخته کسان روغ شوي دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه