Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛‌ایټالیا کې ۷۹۳ کسان په یوه ورځ مړه شول

ایټالیایي چارواکې وایي چې په دغه هېواد کې ۷۹۳ کسان په یوه ورځ د کوید ۱۹ ویروس له کبله مړ شوي دي. د کوید ۱۹ ویروس قربانیان په ایټالیا کې تر اوسه نېږدې پنځه زره کسانو ته رسیدلی دي.

 یاد هېواد کې تر اوسه نېږدی‌۴۲هزار نور کسان په دغه ناروغۍ اخته دي، چې له دغه شمېر ه کابو د شپږ و زرو کسانو درملنه شوې ده.

ایټالیا اوس مهال د داکټرانو له کمښت سره مخامخ ده او غواړي چې د دغه هېواد شمالي برخو ته ۳۰۰ داکټران واستوي.

 له بلي خوا، په ایران کې د کرونا ویروس خپریدو له کبله زرګونه بندیان خوشې شوي دي. په دغه لړ کې یو فرانسوي څيړونکی چې د قانون د نقض په تور اته میاشتې دغه هېواد کې بندي وو، له بندخونې خوشې شوی دی.

فرانسې هم «جلال روح الله نژاد»یو ایرانی بندي خوشي کړی دي. د فرانسې ولسمشر د دغه هېواد وګړ يپه ازادۍ خوښي څرګندوي، خو د ایراني زنداني په اړه څه نه وایي.

رولاند مارچل په تهران کې د فرانسې سفارت ته سپارل شوی دی. فرانسه له ایرانه غواړي چې د رونالد مارچل یو همکار چې ایراني الاصله فرانسوي دی او د ایران لخوا په جاسوسي تورن دی هم ازاد کړي.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر کابو پنځه زرو تنو ته رسېږي.

شریک یي کړئ