ایټالیا کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرونا ویروس له کبله ۶۵۱ مړه شوي دي.
همداراز دغه هېواد کې د یادې مودې په ترڅ کې د کرونا ویروس ۳۹۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په دې سره ایټالیا کې د کورونا ویروس له کبله د ټولو مړه شویو کسانو شمېر له ۵۴۷۶ ته رسېدلی او پرې د اخته کسانو شمېر ۵۹ زرو ته ورسېد.
د یادونې ده چې په ایټالیان کې تر اوسه په کرونا ویروس اووه زره اخته کسان روغ شوي هم دي.
په همدې حال کې تېره ورځ ایټالیایي چارواکو خبر و رکړی چې په دغه هېواد کې ۷۹۳ کسان په یوه ورځ د کوید ۱۹ ویروس له کبله مړ شوي دي.
ایټالیا اوس مهال د داکټرانو له کمښت سره مخامخ ده او غواړي چې د دغه هېواد شمالي برخو ته ۳۰۰ داکټران واستوي.