ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۳۰۰ تنو ته ورسېد.
د ایران د رسنیو د رپوټ پر بنسټ یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۴۴ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
څه باندې ۳۲زره تنه په دغه هېواد کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي.
خو په ایران کې د کرونا ویروس د قربانیانو او اخته کسانو شمېر د زیاتوالي په حال کې دی.
بلخوا، له ایران سره د چین روغتیايي مرستې ایراني چارواکو ته تسلیم شوې دي.
چین وايي چې نړیوالو ته د روغتیايي مرستو د استولو ترڅنګ، له کرونا ویروس سره د مبارزې تجربې به هم له هغوی سره شریکې کړل شي.
ایران په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس له امله تر ټولو زیانمنونکی هېواد دی.
د امریکا متحده ایالاتو، اېټالیا، چین، اسپانیا، المان او فرانسې وروسته ایران پر کووېډ نولس تر ټولو ډېر اخته کسان لري.