د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې ۱۳ مه
د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني نن (سهشنبه د تلې په ۱۳مه) د پاسپورټ په ریاست کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ هم په مرکز او هم په ولایتونو کې پیل شوه.
د حقاني په خبره د ۲۵ زره کسانو پاسپورټونه وېش ته چمتو دي.
د پاسپورټ ریاست وایي، چې اوس اوس ۱۷۰ زره کسانو د پاسپورټ اخېستو غوښتنه کړې ده.
د پاسپورټ د سرپرست رییس عالم ګل حقاني په وینا هڅه کوي، چې د پاسپورت د ارزښت په بیه کې کمی راولي، خو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په دې اړه مو اندونه