د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د طلوع نیوز د ۷ بجو خبرونه - د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري ۲۸مه نېټه
د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوِي په کابل کې ویلي چې په ایران کې د اسلامي امارت مخالفان د کډوالو په توګه اوسېږي او د سیاسي فعالیت اجازه نهلري.
د ارګ په وینا، سید حسن مرتضوي له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې زیاته کړې تهران هڅه کوي چې د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل لار پرانیزي.