د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۲مه نېټه
افغان حکومت، د روسې په کوربتوب د افغان سولې په اړه له مسکو څخه غواړي چې په دغه بهیر کې د افغانستان په مشرۍ او مالیکت د رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دا ډول غونډو ترسراوی به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي:«موږ ډاډه یوو چې دا ډول غونډې او ناستې، له موږ سره سولې ته د رسېدو په چاره کې مرسته نه کوي. له مخکې هم زموږ دریځ روښانه وو او ټاکل شوې نه ده چې موږ دې په دې ناسته کې ګډو وکړو.»
د رپوټونو پربنسټ، ټاکل شوې ده چې د سېشنبې په ورځ مسکو د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو کوربتوب وکړي. روسي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغې غونډه کې به افغان حکومت ونه بلل شي.