د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۱۰مه نېټه
داسې مهال چې تمه ده امریکا او طالبان د سولې پر یوې هوکړې کار پیل کړي، مخکنی ولسمشر حامد کرزی د سولې د دې پړاو په اړه خپلې اندېښنې له خلکو سره شریکوی.
د ښاغلي کرزي یوه له اندېښنو داده چې افغانان د سولې بهیر کې ښکېل نه دي او د دې پروسې ټوله مشري د امریکا او پآکستان په لاس کې ده.
ښاغلی کرزی په دې باور دی چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته به، افغانستان کې د داعش جګړه لا پیاوړې شي.