د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د زمري ۱۵مه نېټه
ټاکل شوې تر راتلونکې یوې ورځې د سولې مشورتي لویه جرګه له ټول هیواده د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون سره په کابل کې پیل شي.
دغه جرګه به د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو په اړه چې د قتل، د نشه يي توکو د قاچاق، انسان تښتوونې او همداراز مالي او اداري فساد په جرم بندیان او ځینې يې پر اعدام هم محکوم دي، پریکړه وکړي.