نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: پلازمېنه کې دیني عالمان د جګړې دوام نامشروع ګڼي
سلګونه دیني عالمانو په کابل کې په یوې غونډه کې په هېواد کې د جګړې دوام نا مشروع وباله او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د نورو خلکو د وژنې لامل نه شي.
دغه دیني عالمان په داسې حال کې چې، د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلانوي؛ خو وايي چې، د تاوتریخوالي دوام د دواړو لورو تر منځ اعتماد له منځه وړي او د سولې بهیر هم زیانمنوي.
دوی زیاتوي، د اسلامي لارښوونو له مخې، واک ته د رسېدو لپاره د انسانانو وژنه ناسم کار دی.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپل مېلمنه له دیني عالم مولوي حیات الله فرقاني سره بحث او خبرې کړې دي.