نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په هکله بحث
نن د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شپږ کسیز پلاوی پاکستان ته ورسېد.
خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور، عبدالطیف منصور او قاري دین محمد، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر هغه پنځه نور غړي دي چې پاکستان ته په دغه سفر کې د ملاعبدالغني برادر ملتیا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې طالبانو ته یې پاکستان ته د افغان سولې د بهیر په تړاو د سلا مشورو لپاره بلنه ورکړې ده.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د لغمان پخوانی والي، محمد اصف ننګ
د سولې او بشري حقونو د موسسې رییس، نظام الدین کټوازی
په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر، عیاز وزیر