نیمه ورځ
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: ‘حکومت د سولې خبرو پیلېدو کې واحد لیدلوری نه لري’
یو شمېر ګوندونه او سیاسي جریانونه وايي، افغان حکومت د د سولې خبرو د پیلېدو په اړه واحد لیدلوری نه لري.
دغه سیاستوال د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي روغې جوړې دعالي شورا د غړو د پېژندنې پر څرنګوالي شته اختلاف اندېښموونکی بولي.
شپږ ورځې مخکې ولسمشر غني په یوه فرمان سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل؛ خو عبدالله عبدالله هغه ونه منل.
لا تر اوسه ارګ او سپېدار په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د حق او عدالت ګوند مشر، ستانه ګل شېرزاد
سیاسي شنونکی، عبدالقادر هوتخیل
پاکستانی خبریال، طاهرخان