د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر، کیمجونګ اون سنګاپور کې نن(سېشنبې د غبرګولي۲۲مه) څو ساعته لیدنې په ترڅ کې مهم سند سره لاسلیک کړ.
ټرمپ وايي چې دواړو خواوو یو بل ښه سره وپېژندلو او تېر وخت یې هېر کړی دی.
ده وړاندې وویل:«موږ یو مهم سند لاسلیک کړ. یو جامع سند. موږ سره ښې اړیکې درلودې.»
ویل کېږي چې دواړو خواو ترمنځ لاسلیک شوی سند د شمالي کوریا بېوسلې کولو په اړه دی، ځکه چې ټرمپ ویلي دا سند به بهیر ژر پیل کړي.
د شمالي کوریا مشر هم وايي چې نوی پړاو یې پیل کړی دی.
کیم جون اون په دې اړه ویلي دي:«موږ نه یوه تاریخي لیدنه درلوده او پرېکړه مو وکړه چې تېر وخت هېر کړو. نړۍ به د یوه بدلون شاهده وي. غواړم له ټرمپ څخه مننه وکړم چې دا لیدنه یې چمتو کړه.»
که څه هم دواړو خواو د لاسلیک شوي سند په اړه څه نه دي ویلي، خو د یو شمېر شنونکو په خبره دا سند هستوي بېوسلې کول او بشري حقونو موضوع رانغاړي.