د هېواد په سوېل کې د کندهار ځايي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسلهوالو په دغه ولایت کې د واټ جوړولو پر یوه شرکت له برید سره د دغه شرکت ۲۰ ساتونکي او ۱۳ کارکوونکي له ځان سره بیولي دي او ۴ امنیتي ځواکونه یې هم وژلي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دغه پېښه د پنجشنبې پر ماښام د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه :ې ویلي چې د وسلهوالو کسانو یوې ډلې، تېره شپه د هغه شرکت پر کارکوونکو چې د سپين بولدک – شورابک ولسوالۍ واټ جوړوي د سره ساهان په سیمه کې برید وکړ.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې بریدګرو له برید وروسته له امنیتي ځواکونو سره ونښتل چې په پای کې ۴ سرحدي ځواکونه هم ووژل شول.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د واټ جوړولو د دغه شرکت ډېری وسایل د بریدګرو له خوا سوځول شوي دي.