Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په سویل کې د بې سرپرسته کسانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی

د کندهار ولایت مسوولین وایي چې سږ کال د سویلي حوزې په کچه د بې سرپرسته کسانو شمېر پنځوس سلنه زیات شوی دی.

د کندهار ولایت بې سرپرسته کسانو له ډلې یو هم هم جلال الدین حنیفي دی چې له تېرې نیمې پیړۍ د یاد ولایت په مرستون کې اوسيږي.

د کندهار اوسېدونکي، جلال الدین حنیفي، وویل: « د تېرو جګړو پر مهال زه دلته وم، د افغانستان ټولې جګړې مې د سترګو پر وړاندې تېرې شوې او خدای وساتلم.»

د کندهار یو بل اوسېدونکي، محمد اصف هم په دې اړه وویل: « د نجیب په وخت کې د جګړې په دوهمه ورځ کله چې په شهیدان څلورلارې برید وشو، زما ټول ماشومان و وژل شول او زه یواځې پاتې شوم.»

د کندهار د سرې مياشتې ټولنې مسوولین وایي، د تېر په پرتله د هغو کسانو شمېر اوس زيات شوی، چې جګړو او طبیعي پېښو کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي.

دوی زیاتوي چې، د سويلي حوزې په کچه ۵۰۰ بېوزله کورنۍ او کندهار کې ‍‍۱۱۲ تنه دا مهال په مرستون کې ساتل کیږي، چې د تېر په پرتله پنځوس سلنه زياتوالی ښیي.

 د کندهار د سرې میاشتې ټولنې د مرستون امر، راز محمد ريان د طلوع نیوز خبریال ته وویل: « د بې سرپرستو کورنیو شمېر له ۴ څخه ۲۴ ته پورته شوې او لامل یې هم د چوپړتیاوو په بهیر کې روڼتیا ده. هر څه چې موږ ته رسیږي، موږ یې دوی ته رسوو.»

ورته مهال د جرمني د یوه مرستندویه بنسټ مسوولينو د کندهار د سرې مياشتي ټولنې له مسوولينو سره د يوې ناستې پر مهال ویلي، چې د بېوزله او سوځېدلو ماشومانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جرمني د یوه مرستندویه بنسټ غړي، جن جېسن، ویلي: « دا مهال افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، خو موږ پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې به د هډوکو سوځېدلو ماشومانو د درملني ترڅنګ هغوی ته د خوړو رسولو او ذهني ارامتیا په برخه کې کار ته دوام ورکوو.»

د سرې میاشتې ټولنې د مالوماتو له مخې دا مهال د هېواد په کچه پنځه مرستونونه فعالیت کوي، چې پکې سلګونه بې سرپرسته او ذهني معلوليت لرونکي کسان ساتل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه