د فراه ولایتي شورا په دې ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستونو د طالبانو په بریدونو کې د ۱۵ سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د ولایتي شورا غړی، دادالله قانع وايي طالبانو تېره شپه(شنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) په پشت رود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر اوو پستو بریدونه کړي دي.
ښاغلی قانع زیاتوي تر اوسه په فارسي چینې او انارباغ سیمو کې دوې پوستې نسکورې شوې دي او په کې ۱۵ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د ولایتي شورا غړی همداراز وايي طالبانو لس سرتېري له ځانه سره بېولي دي.
د فراه ولایت سیمهییزو چارواکو او ملي دفاع وزارت په دې اړه تر اوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی.