د هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو دفتر په نوموړي ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر رییس او څو کارکوونکي د پراخو درغلیو په تړاو څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د هرات د ټاکنو د سیمهییز دفتر د مسوولینو ترڅنګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر پلاوی چې د رایو د بیاشمېرلو پر بهیر د څارنې لپاره هرات ته تللی و هم څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمهییزه رییسه فرشته هشام وايي:«هرات کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي، په ځانګړې توګه د دغه بنسټ د مشرتابه په کچه ځواب ویوونکي دي.»
د هرات د ټاکنیزو شکایتونو سیمهيیز دفتر وايي د پراخو درغلیو له امله په نوموړي ولایت کې په لسګونه زره رایې هم باطلې اعلان شوې دي. خو د هرات د انتخاباتو د سیمهيیز دفتر مسوولین د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دا کار له وخته وړاندې بولي او ټینګار کوي په درغلیو کې د دوی د لاس لرلو په اړه هېڅ سند نشته.
هرات کې د ټاکو کمېسیون سیمهییز مشر احمد شاه قانوني وویل:«تراوسه موضوعګانې په سمه توګه څېړل شوې نه دي، هغوی تور پورې کړی او څارنوالي ته یې معرفي کړي؛ تر هغې چې اسناد نه وي او په سمه توګه څېړنه ونه شي، څه ډول شونې نه ده.»
په هرات کې د ټاکنو یو شمېر معترض نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دې پرېکړې هرکلی کوي.
معترض نوماند بصیراحمد دانشیار څرګنده کړه:«دوی د خلکو زړورتیا تر پښو لاندې کړي، دوی د خلکو له پاکو رایو سره لوبې کوي؛ دوی باید ځواب ویوونکي وي او په علني توګه محاکمه شي.»
معترض نوماند غلام یحیي الکوزی وايي:«څارنوالۍ باید د هغو سرغړونو په مطابق چې دوی ترسره کړي، هغوی مجازات کړي.»
په هرات کې د ولسي جرګې ټاکنو له سلو زیات نوماندان د انتخاباتو پر لومړنیو پایلو اعتراض لري او دوې ورځې کېږي چې د دې ولایت د ټاکنو د سیمهيیز دفتر په مخکې یې د اعتراض خیمه درولې ده. دغه نوماندان ټاکنیز کمېسیونونه په درغلیو کې په لاس لرلو او په دې هکله د څېړنو په نه ترسره کولو تورنوي.