د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهریو چارو وزیر مایک پومپيو د وري په ۳۱ مه له ولسمشر غني سره په ټلېفوني اړیکه کې، دوحه کې د بینالافغاني خبرو اترو د ځنډېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه.
پومپيو همدارنګه ټولې خواوې وهڅولې چې د دوحې غونډه کې د ګډون کوونکو په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره، سره سلا شي او دا ناسته به ډېر ژر، ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د ګوندونو او سیاسي بهیرونو او حکومت کابو ۲۵۰ استازي د پنجشنبې په ورځ (د وري په ۲۹ مه) له کابله د دوحې په لور ولاړ شي.
له هغې وروسته کله چې د حکومت له خوا د ۲۵۰ کسیزه پلاوي ترکیب اعلان شو، طالبانو پر دغه ستر پلاوي نیوکه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پومپيو په دغې ټلېفوني خبرو اترو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او سولې ته د رسېدو لپاره یې د افغانستان له خلکو سره د امریکا پیوستون اعلان کړ، چې په دغه هېواد کې درد، رنځ او ویجاړۍ پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.
ملي دفاع وزارت د طالبانو دا عملیات له تبلیغاتو پرته بل څه نه بولي.
له دې مخکې ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال امنیتي پلان تایید کړی و.