د هند غوره لیګ سیالیو کې د ممبی انډینز لوبدله د څلورم ځل لپاره اتله شوه.
یادې سیالۍ چې د روان کال د وري په ۳مه نېټه پیل شوې وې، تېره شپه(د غويي په ۲۲مه نېټه) د ممبی انډینز په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ممبی انډینز په دې پړاو کې خپله دولسمه او وروستۍ لوبه له چینای سوپر کینګز سره وکړه او د یوې منډې په توپير یې اتلولي خپله کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د هند د غوره لیګ په دولسم پړاو کې سیالیو کې د افغانستان درې مخکښ لوبغاړي هر یو محمد نبي عیسي خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران د بېلابېلو لوبډلو لخوا په امتیاز اخیستل شوي وو.
یاد لوبغاړي د هند په غوره لیګ کې ښه وځلېدل.
د هند غوره لیګ یا ای پي اېل مشهورو لوبو لپاره راشد خان ارمان په ۹۰ مېلیونه هندي کلدارې، محمد نبي عیسي خېل لس مېلیونه هندۍ کلدارې د سنرایزریز حیدراباد له خوا په امتیاز اخیستل شوي وو، خو د دوی ترڅنګ د هېواد بل ځوان او تکړه لوبغاړی مجیب الرحمان ځدران هم د کېنګز ایلون پنچاب له خوا څلوېښت مېلیونه هندي کلدارو په امتیاز اخستل شوی وو.