پاکستان وايي چې د راتلونکي کال لپاره به خپله پوځي بودجه راکمه کړي.
د پاکستان پوخ په داسې حال کې دا خبره کوي چې دا هېواد له مالي ناورین سره مخامخ دی. د یاد هېواد لومړي وزیر، عمران خان چهارشنبي (د غبرګولي په ۱۵مه نېټه) ویلي چې دا ګام یې د مالي ناورین د هوارۍ په موخه پورته کړی.
که څه هم مخکې له دې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق سره د پور اخیستو هوکړه کړې وه، خو دغه هېواد هوکړه چې د اقتصاد په برخه کې بله لاره خپله کړي.
دا پاکستاني چارواکو په وینا د پوځي بودجې راکمول دې هېواد ته فرصت ورکوي تر څو له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې پراختیايي پروګرامونه پلي کړي.
پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې خپلواکي ترلاسه کړه او له نیمايي ډېرې مودې دغه هېواد پوځ اداره کړی دی.
ټاکل شوې د پاکستان د مالیې وزارت د دغه هېواد د مالي کال بودجه تر راتلونکو څلورو ورځو پورې اعلان کړي.