په کندوز کې د مېرمنو د حقونو د برخې فعالانې، د سولې بهیر د خبرو اترو د چټکتیا غوښتوونکي دي.
د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعالانې، نن دوشنبې (د غبرګولي په ۲۷مه) کندوز ښار کې سره راغونډې او د سولې له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغوی وویل چې له جګړې ستومانه شوي او له ښکېلو لورو غواړي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.
دغه مېرمنې له ځنډ پرته د اوربند غوښتونکي شول.
د ښځو د حقونو فعاله سلیمه حیدري وايي:«له ځند پرته اوربند یوه دوه اړخیزه چاره ده؛ اوربند هېڅکله یو اړخیز نهشي کېدای. نه شي کېدای چې حکومت اوربند وکړي او مقابل لوری چې ښکېل دي، جګړه وکړي. موږ ټول اوربند غواړو خو په دې شرط چې دوه اړخیزه وي.»
د ښځو د حقونو فعاله رویا حبیبي هم وویل:«په دغې غونډه کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې له دواړو ښکېلو لورو سوله غواړو؛ ځکه چې ټول خلک له جګړې ستومانه شوي دي.»
د دې غونډې ګډونوالې د سولې په بهیر کې له ښکېلو لورویو غواړي چې دا بهیر چټک کړي.
دوی له هېوادوالو غواړي چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او په هېواد کې د امنیت په ټینګښت او د سولې په راوستو کې خپل رول ترسره کړي.
دغه مېرمنې د سولې په خبرو اترو کې د مېرمنو د ونډې غوښتوونکي دي. هغوی له حکومته غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې له ښځو هم مشوره واخلي.
دا په داسې حال کې ده له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو د قانع کولو او په نظام کې د هغوی ګډون لپاره د هڅو بهیر له اتو میاشتو راهیسې دوام لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تراوسه شپږ ځله له طالبانو سره لیدلي او ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو څخه ورځو د اوم ځل لپاره له دغې ډلې سره په دوحه کې وویني.
ښاغلی خلیلزاد چې اوس د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل سفر په اوم پړاو په لړ کې کابل ته راغلی او د هېوادوالو له بېلابېلو طبقو سره د سولې په اړه په سلامشورې بوخت دی.