د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال نورالله قادري نن (سېشنبې د غبرګولي په ۲۸مه) وايي چې امنیتي ځواکونو د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ د طالبانو پر مورچلو هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې په پایله کې یط ۱۵ طالب اورپکي وژل شوي او څه باندې لس تنه نور ټپيان دي.
د ښاغلي قادري په وینا، دا هوايي او ځمکني عملیات د ملي پوځ له خوا په لاره اچول شوي او همدارنګه د طالبانو یو ډېر اندازه وسلې او لېږدونکي وسایط له منځه تللي دي.
هغه زیاته کړه چې شپږ وسلهوال طالبانو د جګړې پر مهال امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.