د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې موټربم چاودنې د ۲ کسانو ژوند واخیست او د مدرسې د شلو زده کوونکو په ګډون ۲۶ تنه نور ټپیان دي.
چاودنه نن سهار اووه بجې(د تلې په ۲۴مه نېټه) د الیشنګ ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه شوې ده.
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې وژل شوي کسان پوځيان دي.
دې پېښه کې ۶ نور پوځيان ټپیان دي.
په همدې حال کې طالبانو د برید مسوولیت منلی.