د ولسمشر، لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم وايي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ دریږي تر څو له ترهګرو سره جګړه وکړي.
ښاغلی دوستم د جوزجان آقچې د ولسوالۍ په بالاحصار سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې له خونړۍ بریده وروسته چې په کې ۲۲ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ، یادې ولسولۍ ته تللی او له خلکو غواړي څو د طالبانو پروړاندې ودریږي.
یادې ولسوالۍ ته د ننوتو پرمهال د ښاغلي دوستم پر کاروان د طالبانو برید وشو.دی وايي:«ملا وتړئ، په سیمه کې ټول بلد یاست، موږ د خپلو سرتېرو ترڅنګ دریږو. ولاړ وو. حرکت کوو فریاب ته هم، په دریو میاشتو کې یې (د طالبانو) اثار هم نه پرېږدو.»
په همدې حال کې د جوزجان ولایتي شورا غړی، امرالدین دانشجو وايي د مردیان ولسوالۍ د طالبانو په کلابندۍ کې ده او همداراز آقچه، فیضآباد، قرقین، منګجیک او خانقا ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.
دی وړاندې وايي:« حالت ډېر د اندېښنې وړ دی، په ځانګړې توګه، مردیان ولسوالۍ کې چې له پنځلسو ورځو راهیسي افغان ځواکونه په کلابندۍ کې دي. که افغان تازه دمي ځواکونه ونه استول شي، نو انساني ناورین به رامنځته شي.»
همداراز د ولسمشر لومړی مرستیال په دې اړه وايي: ستاسې، د ولسوال، د والي صاحب اندېښنو باندې په ښه توګه پوهېږو.»
د جوزجان په شپږو ولسوالیو کې د نا امنیو زیاتوالي سره په لنډ وخت کې طالبانو د بلخ ـ جوزجان لویې لارې سره د اقچې ولسوالۍ نښلونکې لارې سړک الوزولی دی.
د جوزجان د والي ویاند، عبدالمعروف آذر د وروستیو نښتو په اړه داسې بیانوي:«تېرو دریو ورځو کې په مردیان، خانقا، فیض آباد، اقچه، منګجک او درزاب کې سختې نښتې روانې وې، چې په پایله کې یې ۲۵طالب وسله وال ووژل شول او ۱۵ نور یې ټپیان شول.»
یو شمېر سرچینې وايي چې د اقچې په بالاحصار سیمه کې د پوځ پنځه سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي دي، خو له ډېرو هڅو سره د هېواد په شمال کې د پوځ له چارواکو د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشوو.