ترکیي چارواکو ۸۲ افغان کډوال او پناه غوښتونکي چې په یوه بار وړونکي موټر کې له ترکیې د یونان پر لور روان وو، نیولي دي.
دغو کډوالو غوښتل چې د یونان لېسبوس ټاپو ته ولاړ شي چې د ترکیې په "آیواجیک" ښار کې موندل شوي دي.
د ترکیې د "ډي اچ اې" خبري اژانس په وینا، دا نیول شوي کډوال د ترکیې د کډوالو د بېرته راګرځول شویو یوه مرکز ته وړل شوي او د موټر چلونکی نیول شوی دی.
په داسې حال کې چې یونان غواړي له هغو پنډغالو چې ډېر وګړي دي په کې، کډوال او پناه غوښتنوکي د یونان نورو برخو ته ولېږدوي، خو لا هم د دغه هېواد ختیځو ټاپوګانو ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ لړۍ دوام لري.
یونان ته د دې مهاجرینو د ورتګ د مخنیوي لپاره د اروپايي اتحادیې او ترکیې د هوکړې له مخې، دې ټاپوګانو ته ډېر شمېر کډوال او پناه غوښتونکي د تلو په حال کې دي.