د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې اوو افغان سرتېرو له طالب وسلهوالو سره نښته کې ژوند له لاسه ورکړی.
د هېواد دفاع وزارت نن(سېشنبې د مرغومې په ۳مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې طالبانو سهار د دولت اباد ولسوالۍ په "خیلي ګلي" کلي کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې نښته کې د پوځ درې او د ملي امنیت درې سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې بیا د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې پنځه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې یاد شمېر طالب وسلهوال تېره شپه د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي او په کې یې د ملانظرمحمد په نامه یو قومندان هم شامل دی.
د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، شایق شورش وايي چې دغه عملیات د ځمکې او هوا له لارې شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.