د هېواد وتلی سینمايي لوبغاړی، قادر فرخ تېره شپه (یک شنبې د مرغومې په ۱۶مه نېټه) د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.
د ښاغلي فرخ نږدې کسان وايي چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې ناروغ و.
دغه سینمايي وتلی لوبغاړی په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د کابل ښار لومړۍ ناحیې په علي مردانو سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.
قادر فرخ تېره شپه د ترکیې په یوه روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړې.
ښاغلي فرخ واده کړی و او نهه اولادونه یې درلودل.
قادر فرخ د وتلي موسیقيدان، انځورګر او افغانستان کې د جاز ارکستر مشر او د نوتیشن موسیقي سیستم بنسټ اېښودونکي، استاد محمود فرخ افندي زوی و.