د ځينو هندي رسنیو د رپوټ پر بنسټ، دغه پیسې د چابهار بندر د پراختیا لپاره، د هند حکومت د تېر کال د ژمنه شویو پیسو په پرتله دوه برابره دي.
هند د چابهار پر بندر له تمرکز سره غواړي د پاکستان پر لارو له اتکا پرته له افغانستان سره له یوې بلې لارې د سوداګرۍ اړیک پراخې او ارزښت لرونکې کړې ي.
امریکا د هند په پار د چابهار پر بنسټ ځينې لګول شوي بندیزونه وغځول.
امریکې هند ته په کتبي توګه ډاډ ورکړ چې امریکا له نړیوالو بانکونو سره په هڅه کې ده څو د دغه بندر د پراختیا لپاره د ۸۵ مېلیون ډالرو په ارزښت تحیزات وپېري.
د چابهار هوکړه لیک، د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په مۍ میاشت کې د افغانستان، هند او ایران ترمنځ لاسلیک شو. دغه بندر افغانستان له مستقیمه توګه د اوبو له لارې هند او ځينې نورو هېوادونو سره نښلوي.