عبدالله عبدالله نن پنجشنبې(د وري په ۷مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې د غیرمسوولانه ژمنو سره باید هڅه ونشي چې افغانستان نړۍ کې سیاسي انزوا ته ولاړ نشي.
هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې هڅې د ملي ګتو پر خلاف دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د یو میلیارد مرستو پریکوڼ به له کورنیو سرچینو جبران کړي.
ښاغلي عبدالله وویل چې دا یوه غیر مسوولانه ادعا ده.
د عبدالله په خبره، د ښاغلي غني دا ګام په دې مانا دی چې لجاجت به دوام کوي.
امریکا وروسته له هغې افغانستان سر خپلو مرستو کې د یو میلیارډ کمښت اعلان وکړ چې هېواد ته د غني او عبدالله ترمنځ د ستونزو هواري په موخه یې سفر بې پایلې پایته ورسید.
عبدالله عبدالله، بیا نن وویل چې د سیاسي ستونزو هوارۍ لپاره د دواړو خواوو انعطاف ته اړتیا ده. هغه زیاتوي چې تل د ستونزو هواري لپاره خبرو ته چمتو دی، خو اشرف غني انعطاف نه کوي.
عبدالله همداراز وویل چې هېڅوک حق نلري، دا چې له افغان ځواکونو په سیاسي مسایلو کې استفاده وکړي.
عبدالله عبدالله د خپلو په بله برخه کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی باید ټول شموله وي او د افغانستان له خلکو استازیتوب وکړي.
هغه د کرونا ویروس پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې سیاسي اختلافات یې باید پر وړاندې د مبارزې مخه ونه نیسي.
عبدالله خبرداری ورکړ، هر هېواد چې د کرونا ویروس پر وړاندې پر وخت اقدام نه دی کړی، درنه بیه یې ورکړې ده.