سناټور لیندسي ګراهام په دې وروستیو کې ویلي دي چې هغه د امریکا د وروستۍ پرېکړې، له افغانستان سره د خپلو کلنیو مرستو د یو مېلیارد ډالرو د کموالي په هکله ملاتړ کوي.
د امریکا دغه پرېکړه له هغې وروسته اعلان شوه چې د افغانستان مشران ونه توانېدل چې په هېواد کې د سیاسي کړکېچ لپاره حل لار پيدا کړي.
ښاغلي ګراهام په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې چې د وري په پنځمه نېټه خپره شوې ویلي:«زه د بهرنیو چارو وزیر پومپيو له پرېکړې، د افغانستان لپاره د امریکا له مرستو د یو مېلیارد ډالرو له کموالي په بشپړه توګه ملاتړ کوم.»
هغه زیاته کړه:«که چېرې د ولسمشرۍ ټاکنو دوه مهم نوماندان نه شي کولای چې د یوه فعال حکومت لپاره سره یوځای کار وکړي، په ټولو راتلوونکو مرستو باید غور وشي، ځکه چې تاسې ښې پیسې د (ناسم کار) لپاره ولګوئ.»
ښاغلي ګراهام همدارنګه ویلي چې د یوه فعال حکومت د نه جوړېدو په صورت کې، افغانستان په یوه نهیلې کوونکې موخه بدلېږي.
هغه زیاته کړه:«دا دافغانستان د خلکو، امریکا او سیمې لپاره یو وحشناکه پایله ده، د هغه د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې دواړه نوماندان خپل اختلافونه پای ته ورسوي.»
ولسمشر غني ویلي دي چې د مرستو د کموالي لپاره د امریکا پرېکړه به پر مهمو برخو به مستقیمه اغېزه ونه لري. خو د هغه سیال عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د یو مېلیارد ډالري مرستو بندول به د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي او همدارنګه دغه مرستې به دننه په هېواد کې د جبران وړ نه وي.
ښاغلي ګراهام همدارنګه ویلي:«زه په افغانستان کې زموږ د دوامداره حضور تر ټولو ځواکمن ملاتړی یم ځکه چې زه په دې باور یم چې دا د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي دی. خو افغانستان به د نهیلۍ په لور روان شي که چېرې یوې سیاسي هوکړې ته ونه رسېږي. او دا هماغه ورځ ده چې زما په اند موږ هغه ټکي ته رسېدلي یوو.»