دعامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۶۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې چې نن(یک شنبې د ورې په ۳۱مه نېټه) کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې کابل یو له هغو ولایتونو دی چې تېره شپه ورځ کې په کې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې، ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هرات چې هېواد کې لومړنی هغه ولایت وو چې د کرونا مثبته پېښه په کې ولیدل شوه، په کې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۴۸ د کرونا ویروس نښې اخیستل شوې دي او له ډلې یې ۴ مثبتې پېښې ثبت دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې ناروغان ۳ یې ښځې او یو یې نارینه دی.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر څرګنده کړه چې تر اوسه هطواد کې د کرونا ویروس له کبله ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ تنه هم روغ شوي دي.