د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي چې لس تنه دولتي ځواکونه نن جمعه (د غبرګولي په ۱۶مه) د زابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شول دي.
هغه وايي چې په دغې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وینا چې دغه ځواکونه د لویې لارې د امنیت د څېړنې لپاره دغې برخې ته تللي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.
د هغه په وینا، دغه پېښه قلات ښار ته نږدې سهار نهه بجې رامنځته شوه.
ښاغلي حق بیان زیاته کړه چې په دغې نښته کې د دولتي ځواکونو دوه هاموې ټانګونه هم له منځته تللي دي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د زابل امنیت ته جدي پاملرونه وکړي.
په زابل کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغې نښته کې ۱۵ تنه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د زابل امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تراوسه د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ یو نه اعلان شوی اوربند د اجرا په حال کې دی.