د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، خان محمد مطمئن نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) وايي دغه کسان بلخ ولسوالۍ کې دوو بېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د هغه په وینا طالبان د یادې ولسوالۍ بازار ته د ننه سوي او دوه سیمه ییز پولیس یې په ډزو ویشتلي چې پېښه کې دوه ملکي کسان هم وژل شوي دي.
سیمه ییزي سرچیني وايي دوو ملکي وژل شویو کسانو کې یو یې لس کلن ماشوم دی.
د امنیتي مسوولینو په خبره په دې پېښې سره هم مهاله طالبانو په سمرقندیانو کلي کې هم یو سیمه ییز پولیسو وژلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.