لبناني چارواکي وايي د دغه هېواد پلازمېنې بیروت ښار کې د لویې چاودنې له کبله د ۷۸ کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دوی زیاتوي چې چاودنه کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
چاودنه تېره ورځ د بیروت ښار بندري سیمه کې شوې ده.
د پېښې شاهدان د چاودنې نېږدې سیمو کې هم د ورانیو خبر ورکوي او وايي ډېرو کسانو د یوې مودې لپاره څه نه اورېدل.
چارواکي زیاتوي چې ښایې د قربانیانو شمېر لا هم زیات شي او د ژغورنې ډلې د مړو ویستو په حال کې دي.
د سره صلیب مسوولینو په دې اړه بیان کړې:«د ټپیانو ویستو بهیر لا هم دوام لري او د ژغورنې بهیر له خنډونو سره مخامخ دی.»
دا په وروستیو کلونو کې ځواکمنه چاودنه بلل کېږي.
تر اوسه د چاودنې لامل نه دی څرګند، خو د لبناني مسوولينو په وینا دغه چاودنه د چاودېدونکو توکو زېرمه کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
له چاودنې وروسته د لبنان ولسمشر دوو اوونیو پورې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.
میشل عون همداراز زیاته کړې چې ۲۷۵۰ ټنه نیترات امونیوم چې د بمونو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېدو، د غیرایمني مسایلو پام کې نیولو سره په یوې زېرمه کې ساتل کېدل چې دا کار د منلو نه دی.
چاودنه یوازې څو ورځې مخکې له مغې کېږي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه محکمه د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر، رفیق حریري وژنه کې د لاس لرلو په تور د حزب الله څلور غړي محاکمه شي.
په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د رفیق حریري وژنه له لبنانه د سوري ځواکونو د وتو لامل شو. حزب الله حزب الله چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په لبنان کې د سوري ځواکونو د ښتون ملاتړ کاوو.